Afghanistan Cricket Board (ACB) د کرکټ کلبونه او - TopicsExpress



          

Afghanistan Cricket Board (ACB) د کرکټ کلبونه او ارزښتونه د کلبونو جوړښت په کرکټ کې د یوه هیواد کرکټ پر بهیر خورا مثبتې اغیزې کوي چې د لوبغاړو په روزنه او سپورتي وده کې د مهم رول لوبولو ترڅنګ له پیل څخه د یوه لوبغاړي په ذهن کې سپورتي مفکورې ته سالمه وده ورکوي. هر هغه هیواد چې کرکټ پکې تر ډیره بریده وده کړې، د کلبونو په کچه کرکټ ته په کې ځانګړې پاملرنه کیږي ځکه چې د کلبونو دغه جوړښت د یوه ښه لوبغاړي په وړاندې کولو کې اغیزمن ګام دی. د افغانستان کرکټ بورډ اداره د کلبونو په کچه کرکټ ته د لا ودې ورکولو په برخه کې خپل هر اړخیز پلان د عملي کیدا ډګر ته وړاندې کوي چې ددغه ستر پلان په ترڅ کې به د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګه د کلبونو لپاره یو ډیټابیس جوړوي ترڅو د هر لوبغاړي بشپړه پیژندنه پکې ثبت او ټوله سپورتي پیښینه یې پکې خوندي وساتل شي. د کلبونو راجستر کول یو اړین ګام دی او له یوه کلب سره د لوبغاړي غړیتوب تر ټولو مهم شرط. هر هغه لوبغاړی چې په رسمي بڼه د یوه کلب غړیتوب ونه لري، د کورني کرکټ په سیالیو کې ونډه نه شي اخیستلای. د افغانستان کرکټ بورډ به ۲۰ لوبڅارانو او یو څو نمره شمیرونکو ته روزنه ورکوي تر څو د کلبونو په سیالیو کې لوبڅاري او نمره شمیرنه وکړي. د کلبونو لپاره ټاکل شوي شرایط په لاندې ډول دي: • هر کلب باید روزونکی او مدیر ولري. • هر کلب باید د نمره شمیرنې لپاره د نمره شمیرنې یو ځانګړی کتاب ولري. • هر کلب باید په ۵۰۰۰ افغانۍ د کلني فیس په توګه د افغانستان کرکټ بورډ سره ثبت کړي • د کلبونو ترمنځ به دوامداره سیالۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره کیږي ترڅو د لوبغاړو ظرفیتونه لوړ شي چې نیمه پایلوبه او پایلوبه به یې د کابل په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي. • ولایتي لوبډله به د کلبونو د هغو لوبغاړو څخه جوړیږي چې ښې لاسته راوړنې ولري ددې لپاره سالم لوبغاړي ولرو او په هره کچه د کرکټ لپاره یو سالم جوړښت ولرو نو، د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې سره د کلبونو ثبتول او په رسمي توګه د یوه کلب په توګه خپلو تمریناتي چارو پرمخ وړل یو اړین اصل دی.
Posted on: Tue, 17 Sep 2013 05:51:06 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015