کرکیت د عربی متحده امارتو لوبډلی - TopicsExpress



          

کرکیت د عربی متحده امارتو لوبډلی نیمبیا ته په لومړی یو ورځینی لوبه کی د ماتی ورکولو وروسته خپل چانس نور هم زیات کړی. عربی امارات اوس ۱۶ نمری لری او نن له نیمبیا سره دوهمه یو ورځینی لوبه لری . چی ددی لوبی په ګتلو سره به یی نمری له هالیند سره برابری ۱۸ سی. افغانستان ۱۵ نمری لری او دوی لوبی له کینیا سره لری چی راتلونکی چهارشنبی او جمعی په ورځ ده . که افغان لوبډله دواړی لوبی وګټی بیا یی هیڅوک هم د نړیوال جام څخه د ورتګ مخنیوی نه سی کولای. خو که ددواړو لوبو څخه یوه لوبه هم وبایلل بیا چانس د هالیند او اماراتو دی. د کینیا د بریا دپاره به هالیندیان او عربی متحده امارات اوسیدونکی دوعاوی کوی.خو د افغانستان د بریا دپاره انشا الله ټوله افغانان دوعاوی کوی. د افغان لوبغاړو کوچنی غلطی هم کولای سی چی ددوی د کلنو زحمت په اوبو لاهو کړی. دا لوبی د یک ټلوزیون څخه په ژوندی بڼه نشریژی. زیات وختونه د افغان لوبډلی د ناکامی لامل بیټینګ سوی . خو د کرکیت بورډ د چارواکو په وینا چی د بالینګ فیلډینک تر څنګ یی بیټینګ ته هم زیاته پاملرنه کړی ده افغان لوبډله به څو لوبی وګټی؟ اډمین عوض اکبری
Posted on: Sun, 29 Sep 2013 06:39:56 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015