ستا پۀ نظر کښې دَ ځوانۍ دَ ښائست اور - TopicsExpress



          

ستا پۀ نظر کښې دَ ځوانۍ دَ ښائست اور هم دے زما درپورې دَ ديدن دَ قيامت پور هم دے زړۀ مې لۀ دې بې ننګو خلکو بلا تور هم دے زړۀ مې پۀ دې نادانو خلکو پسې خور هم دے کۀ سوداګر دَ مرګ تمامه دنيا وبوږنوي زما پۀ سر کښې دَ ژوندون دَ غرور شور هم دے زما اواز به خامخا رسي تر لرې لرې زما پۀ غږ کښې دَ رښتياؤ بلا زور هم دے دا چې پرې ټوله شپه دَ توپو ړندې ډزې کېږي دَ هغه پورې غرۀ پۀ ژۍ کښې دَ چا کور هم دے يو دېو پۀ لاس کښې شين بېرغ دَ ازادۍ نيولے يو دېو دَ هر محکوم وګړي پۀ څټ سور هم دے چې زړۀ مې نۀ لګي پۀ دې وطن کښې ولې اخر دلته مې کلے، دلته کور، دلته مې ګور هم دے زما پۀ لاسو کښې ټوپک ناداني هم ده زما خو ګرم دَ ټولو نه سېوا پکښې لاهور هم دے هغه سړے چې ستا لۀ درده ناخبره ووسې امجده ستا دَ دردېدلي زړۀ ټکور هم دے ۲۹ نومبر ۲۰۱۳- کلے (امجد شهزاد)
Posted on: Sat, 30 Nov 2013 15:52:22 +0000

Recently Viewed Topics




© 2015