شاد ګل او تړون بیګا شاد ګل هم په - TopicsExpress



          

شاد ګل او تړون بیګا شاد ګل هم په راډیو د تړون خبرې واوریدې او خوشاله شو چې افغانستان د شلو پړو په ځای یو تړون کې تړل کیږي اوس به پټې معاملې نه کیږي ،د یو تن سره به فیصلې نه کیږې شاد ګل په دې خوښ دی چې یارانه په رشتې بدلیږي او افغانستان خو هسې هم د نارینه نوم دی ،نو ښادي خپله ده شاد ګل د تړون مخالفینو نه هم مننه کوي چې د دوي شور په بل لوري ډیر شرطونه ومنل ،اوس د یو ست خبره نه ده هغو ته به خپله برخه ورسیږي شادګل وايي اوزه به اول کلکه تړې بیا به توکل کوې .ګني ښار د ټګانو ډک دی شاد ګل بس دا غواړي چې کومه آزادي چې افغان په امریکا کې لري هغه کابل کې هم ولري ,کوم جوماتونه او مدرسې چې مسلمان واشنګټن کې لري هغه زابل کې هم وې او کوم حقوق چې ځانته ورکوي هغه شادګل ته هم وي شاد ګل واېي چې سرحدونه مو خوندي وي نو نه به ڼک ټک وي نه به تالاشي وي چې غل نه ساتې نو باچا نه هم مه ډاریږه هغه چې درته وايي ناروا دي هغه نه خپله یو دوه خطا دي نو چې شاد ګل په لغمان شي او هغه بل هم په خپل ځان نو هم به امن امان وي او هم افغانستان
Posted on: Thu, 21 Nov 2013 02:45:25 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015