اسلام د توحيد رسالت (mission) دى، د اسلام - TopicsExpress



          

اسلام د توحيد رسالت (mission) دى، د اسلام هدف دا دى چې انسانان يوازې د يوه الله بندګۍ ته راوبلل شي. د خلکو زړونه او فکرونه داسې عيار کړي چې هغوى يوازې له يوه الله سره بېسارې مينه ولري (البقره ١٦٥) او صرف له يوه الله څخه ووېرېږي (التوبه ١٨)، يوازې له يوه الله سره رابطه (concern) مضبوطه کړي. دغه ډول دعوتي رسالت د جنګ او تشدد تحمل نه شي کولاى، ځکه تر جنګي او متشددانه حالاتو وروسته معتدله فضا له منځه ځي، په داسې حال کې چې د ذهني اصلاح او روحاني انقلاب تحريک موثر تمامېداى شي. حقيقت دا دى چې پُرامنه حالات تل د اسلام لپاره مناسبه فضا رامنځته کوي او پُرتشدد حالات برعکس فضا پر وجود راوړي. ل: وحيدالدين خان ژ: بريالى
Posted on: Mon, 16 Sep 2013 10:05:48 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015