حامدکرزی: پر جوماتونو برید، د - TopicsExpress



          

حامدکرزی: پر جوماتونو برید، د مسلمانانو کار نه دی، بلکې د هغو کسانو عمل دی چې د مسلمان وژنې لپاره ګمارل شوي دي د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د لوګر ولایت په جامع جومات کې د لوی اختر د لمانځه په جریان کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د دغه ولایت والي ارسلاجمال شهید او زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال ټپیان شول. د هېواد جمهوررئیس د دغه ډارن برید د غندلو په ترڅ کې وویل چې د اختر په لمانځه او د خدای پر کور باندې برید، د دې ښکارندوی دی چې طالبان د اسلام سپیڅلي دین، جوماتونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو ته احترام نه لري. حامدکرزي وویل چې طالبانو د بمونو پر ایښودلو او پر جوماتونو او لمونځ کوونکو باندې د بریدونو په ترسره کولو، د هغې له جملې څخه تېر کال د میمنې ښار د عیدګاه په جومات کې د اختر د لمانځه د ادا کولو پرمهال زموږ پرخلکو باندې په برید او همدا راز په جومات کې د کندز د والي انجنیر محمد عمر په شهادت رسولو سره، له اسلام او بشریت سره خپله ښکاره دښمني په اثبات و رسوله. جمهوررئیس کرزي وویل د طالبانو تروریستي بریدونه چې د اسلام په نوم حتی په جوماتونو او عیدګاوو کې زموږ د بې ګناه خلکو د وژنې سبب کیږي، په یقین سره چې د مسلمانانو کار نه دی، بلکې دا د هغو کسانو اعمال دي چې د مسلمانانو د وژنې لپاره ګمارل شوي دي. حامدکرزي نن له غرمې وروسته د شهید ارسلا جمال له ورور سره د یوې ټیلفوني اړیکې په ترڅ کې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب، ده او د مرحوم ارسلا جمال پاتې کسانو ته څرګند کړل. همدا راز د هېواد جمهوررئیس اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شهید ارسلا جمال د تکفین او تدفین د مراسمو لپاره لازم تدبیرونه ونیسي. ارسلا جمال یو خدمتګار او وطن دوست شخصیت و چې خپل عمر یې هېواد ته د خدمت په لاره کې تېرکړ. نوموړي په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو له هغې جملې څخه د پاملرنې موسسې د ابتکاراتو په پروژه کې د پروژې د مسوول، د کورنیو چارو وزارت د ثبات د ټینګښت او د ملي انکشاف د پروګرام د مسوول او د خوست او لوګر ولایت د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.
Posted on: Tue, 15 Oct 2013 10:30:21 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015