د ځينو ملاتوب او عالمتوب دې وطن ته - TopicsExpress



          

د ځينو ملاتوب او عالمتوب دې وطن ته لوی زيان اړولی دی. لوی غټ سړی وي په خپله بربادۍ پسې خوله وازه کړې وي.دکوټي په ميوزيک سينټر کي ناست وي دافغانستان په اړه مباحثې کوي.کرۍ ورځ بل کارنلري بې له جهادي تقریرونو.نه داسلام په اړه څه وايي نه يې ددين په اړه وايي نه يې دمسلمانتوب په اړه وايي نه يې ددې په اړه وايي چي آخر افغانان هم د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر ارام ژوند ته اړتيا لري. دوئ يواځي دا وايي چي وجنګېږئ.ملک ته مو کفار راغلي. دکرزي حکومت کافر دی.دکرزي حکومت داسلام پرضد جوړسوی دی. تاسي ورسره وجنګېږئ. دا پوليس ووژنئ.اردو ووژنئ.مرګ يې په قرآن کي روا سوی دی.اخر داخبري اسلام ته څه ګټه کوي؟جهاد ته څه ګټه کوي؟ ملاصاحبانو داد قرآن خبري دي که د پنجاب؟ موږ دا نه وايو چي دجهاد خبري مکوئ.موږ دا نه وايو چي افغانستان ته کفار نه دي راغلي.موږ دا وايو چي يوار جهاد وروپېژنئ بيايې په وکړئ.یواردجهاد شرايط واضح کړئ،مالوم يې کړئ بيايې په وکړئ.پردې خبري مکوئ چي افغانستان ته کفار راغلي پر دې يې وکړئ چي له کومي راغلي چا رابللي ولي راغلي؟ پردې بې چاره وطن چي دکفر فتوا ورکوئ پر پاکستان يې ورکړئ. ملا مانا د نبي وارث. دنبي وارث مانا ددې ټولني غمخور اسلام ته پراختيا ورکونکی.سمونکی. دړندو په ښار کي يوه ړېوه. ملاصاحب دا څلوېښت کاله وسول چي پردې بې چاره ولس ظلم روان دی.ملاصاحب زه قسم اخلم چي تاسي سم نه یاست که سم وای نن به امریکا دلې نه وای راغلې.
Posted on: Mon, 05 Aug 2013 17:35:47 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015