د ډیورنډ لیکه په توپه اوله ځان - TopicsExpress



          

د ډیورنډ لیکه په توپه اوله ځان ورسوه! په تیرو اته کلونو کی می اول ځل د کوزی پښتونخوا د یو تن ځوان چی زده کړی ی تر ماسټری پوری رسولی وی سره خبری کولی چی پښتونستان به څنګه شی. نو اغه راته په جواب کی ویل چی روره داسی چل دی چی مونږ لر پښتنو تاسو برو نه ډیر مخکی مزل کړی دی، او دا نشی کیدای چی ستاسو د پاره واپس راشو، که چیرته ریفرینډم هم کیږي نو د لر پښتانه به د پاکستان سره پاتی کیدل خوښوی. ولی یو حقیقت دا دی چی په شعوري لحاظ دی ډیورنډ نه منو ځکه چی دا حقیقت نه بلکی یوه لویه دوکه ده چی مونږ سره وشوه او لا روانه ده، نو ښه به دا وي چی بر پښتانه ځانونه هغه لیول ته ورسوي چی بیا زمونږ د حقوقو غوښتنه او ساتنه هم وکي. بر پښتانه دی نران شي او اول دی دا شته ملک اباد کړي دلته لا تر اوسه پوری د دی شته پښتنو حقوق چا ورنه کړل نو د کوزنو به څه پوښتنه وکړو. نو بهتره به دا وي چی اول باید دا خپل وطن را جوړ کړۍ او چی کله په خپلو خپو ودریدلۍ نو بیا په زړون ماملو پسی بډی راونغاړۍ او چی کله مو په خپلو مټو کی د امریکا نه بلکي د افغان زور پیدا شو نو بیا خو دی ریفرینډم میفرینډم څوک کله مني، ځکه چی لر زمکه د برو ده ده او چی څوک ریفرینډم غواړي نو لاهور ته به ځي، ښتون به بیا خپله خاوره په وچ زور را نسیي، د دغی ځوان دغه نظر ته تاسو په کوم نظر ګوری؟
Posted on: Thu, 20 Jun 2013 19:12:37 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015